Skip to main content

Posts

Showing posts from August 25, 2019

د رسنیو لپاره د تصویر اخیستلو طریقې

ژباړه: استاد عبدالقیوم ساپی فوټوژورنالیستان د امکان تر حده د پیښې په ځای کې پاتې کیږي تر څو وکړای شي غوره تصویرونه واخلي. اماتور عکاسان یواځي څو تصویرونه واخلي او په دې هیله د پیښې ځای پریږدي چې غوره تصویرونه یي اخیستي. ولي مسلکۍ فوټوژورنالیستان بیا د داسې ګړیو د ثبت لپاره انتظار باسي چې په لیدونکو غیز ولري. مسلکي فوټو ژورنالستان په سلګونو او زرګونو تصویرونه اخلي تر څو د هماغې غوره موقع ښکار وکړای شي. جورج تیمز د نیویارک ټایمز پخوانی تصویر اخیستونکی وایي، (( که مناسبه موضوع مو وموندله تصویرونه یي واخلۍ. له دغه موضوع که بیا تصویر اخیستنه که ناممکنه نه وي ولې ستونزمنه ده. نو په همدې اساس د موقیعیت د بهتر کیدلو لپاره اتنظار مه باسۍ. کله کله ښایي چې موقیعیت مو مناسب شي، ښه ده چې نوي تصویرونه واخلۍ. ولې که هماغه لومړی ځل دوه زړې شي او د تصویر اخیستلو تڼۍ ته فشار ورنه کړې ښایي هماغه لحظه مو له لاس ووځي او بیا نه شۍ کولای وخت بیرته شاته وګرځوۍ)) چیمبرز د آرنج کانتی رجیستر ورځپاڼې عکاس بیا دا خبرې په دې ډول بیانوي.(( د مناسبې لحظې راتلو ته انتظار مه کوه. دا لحظه ښايي هیڅکله رانه ...