لیکوال:پوهنیار یحیی یعقوبي د خراسان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد په هره ټولنه کې رسنیز فعالیتونه د یو لړ ځانګړو اهدافو لپاره ترسره کیږي، خو دا اهداف له لویه سره په څلورو کتګوریو کې راټولولای شو: اول- اطلاع ورکول دویم- تعلیم ورکول دریم- د افکارو رهبري څلورم- بوختیا او تفریح برابرول دا چې کومه رسنۍ کوم هدف یا اهداف تعقیبوي، د هغې څرنګوالي او تمویلونکې سرچینې پورې اړه لري. د بیلګې په توګه دولتي رسنۍ تر ډیره د دولت پالیسۍ ته په پام خپرونې برابروي، حزبي رسنۍ بیا د اړوند حزب فعالیتونه ځلوي او د ملاتړو د زیاتولو برنامې لري، د تجارتي رسنیو عمده هدف د مادي ګټو تامین او موندل وي. ډیر کله له ځینو خلکو سره په ذهن کې دا پوښتنه زیږي چې رسنۍ دا دومره بیدریغه مصارف د څه لپاره کوي؟ هره یوه یی په میاشت کې زرګونه ډالره مصرفوي، لسګونه او ان سلګونه کارکونکي لري، خو د عاید درک یی نه لګي؟ خو که لږ ژور فکر وکړو نو څرګندیږي چې همدې راډیو او ټلویزون زموږ د کور ټول ماهیت وربدل او د فامیل د هر فرد فکر یی تسخیر کړی دی، له ناستې ولاړې...
A Blog from the Journalism Department of Khurasan University
Comments
Post a Comment