Skip to main content

ژورنالیستیکه ژبه


لیکوال: عبدالقیوم ((ساپی)) د خراسان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد
دا چې رسنۍ د ټولنې له بیلا بیلو طبقو خلکو سره نږدې اړیکې لري نو لازمه ده چې په رسنیو کې کاریدونکې ژبه ساده او روانه وي.
د رسنیو مخاطبین درې ډوله خلک دي لوستي، نیمه لوستې او نالوستې نو رسنۍ باید د دوی تر منځ انډول وساتي، که دا انډول ونه ساتل شي د ژورنالیزم اصلي موخه به مو نه وي پر ځای کړې.
د ژورناليزم په لومړيو وختونو کې يوازينۍ ستونزه د ژبې په اړه وه ،يعنې په ډير پيچلې ډول يوازې د يوې ډلې لپاره به کاريدله چې د وخت په تيريدو سره د ژورناليزم په ژبه کې بدلونونه رامنځ ته شول او په داسې ډول وکارول شوه ، چې عامو خلکو ته هم د پوهاوي وړ وګرځيده . اوس مهال ټولنه دنويو معلوماتو او نويو غوښتنو په لټه کې دي له دې امله عامو خلکو ته د نويو معلوماتو په رسولو کې ژورناليزم داسې ژبه کاروي چې عامو خلکو ته د پوهاوي وړ وي .
ژورنالیسي ژبه له نوروهغوسره ځینې توپیرونه لري.
په دې ژبه کې کره والی، ځیرتیا، ناپییلتوب، دالقابواړصفاتو سمه کارونه، دجملولنډون او... ډېرمهم دي.
په ژورنالیسي ژبه کې کاریدونکې هره کلمه باید خاص مطلب اوځانګړی ځای ولري. یوه ژورنالیستي جمله یوازې دکلمواوتوروټولګه یا (( رنګین ترکیب)) نه دی، چې لوستوال اواوریدونکي پرې بوخت شي.
 که دیوه مطلب لپاره څوکلمې ولروهغه ترې بایدولیکوچې لنډه اوروښانه وي. دژورنالیزم دژبې بله ځانتیاداده چې ټول لیدونکي، لوستونکي اواوریدونکي ترې یومطلب واخلې، ځکه درسنیومخاطبان دپوهنتونوله استادانو نیولې داکاډمیوترغړیو، ډاکټرانو، ښوونکو، بزګړانواوکورترمیرمنوټول دي.
له ادبې اوهنري ژبې کیدای شي هرڅوک دخپل دریځ اومعلوماتوپه کچه مفهوم واخلي اویا یې دخپلې مفکورې په کنډه وتلي، خودژورنالیزم ژبه داسې نه ده. دژورنالیزم دژبې څومهمې ځانتیاوې داسې راشمیرو:
په ژورنالیزم کې دالقابواوصفاتوکارونه ډېره ځیرتیاغواړي، ځکه په ناسمه کارونه یې دژورنالیست ناپییلتوب [ چې په ژورنالیزم کې بنسټي اصل دی] زیانمندای شي.
که په رپورټ کې دوه خواوې وي، یوه په بشپړه نامه اوبله په یوازې تخلص یاده شي، که یوله رسمي اودولتي مقام سره اوبله خواچې پرهمغه کچه ده، یوازې په نامه یاده شي، نو پر ژورنالیست دخلکوباور راکمولای شي.
 که دجنګیالی[چې معمولامثبته مانا ښندي] اوجګړه مار[چې په منفي مانا کاریږي] ترمنځ توپیرونه شي، نودژورنالیست لپاره ستونزه جوړیدای شي.
په ټوله کې کولای شو د ژورنالیستیکې لیکنې ځانګړنې په لاندې توګه بیان کړو.
۱: ژورناليستیکه ژبه ساده وي.
۲: ژورنالیستیکه ژبه لنډه وي.
۳: صداقت (ريښتينولي) په رسنیو کې خیالي ژبه نه کارول کیږي.
۴: عام فهمه محاوروي
ماخذونه
۱: شاهد،ايس ايم، ژباړن، سهار، نظير احمد، رسنيزه څيړنه،خپرونکى، د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه، ١٣٨٧ ل .
۲: حجازي مسکين ، ژباړن اميرجان وحيد احمدزى ، د ژورناليزم ژبه مومند خپرندويه ټولنه ، کال ١٣٨٦ لمريز .
۳: ثاقب رياض ، ژباړن ، سهار، نذيراحمد، نوې خبريالي، خپرونکى،ميوند خپرندويه ټولنه،پيښور، ١٣٨٦ ل .
۴: د بي بي سي ژورناليزم پوهنځي www.bbc.co.uk/academy/pashto

Comments

Popular posts from this blog

د رسنیو په اړه زموږ عامه ذهنیت

 لیکوال:پوهنیار یحیی یعقوبي د خراسان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد په هره ټولنه کې رسنیز فعالیتونه د یو لړ ځانګړو اهدافو لپاره ترسره کیږي، خو دا اهداف له لویه سره په څلورو کتګوریو کې راټولولای شو:    اول- اطلاع ورکول    دویم- تعلیم ورکول    دریم- د افکارو رهبري    څلورم- بوختیا او تفریح برابرول دا چې کومه رسنۍ کوم هدف یا اهداف تعقیبوي، د هغې څرنګوالي او تمویلونکې سرچینې پورې اړه لري. د بیلګې په توګه دولتي رسنۍ تر ډیره د دولت پالیسۍ ته په پام خپرونې برابروي، حزبي رسنۍ بیا د اړوند حزب فعالیتونه ځلوي او د ملاتړو د زیاتولو برنامې لري، د تجارتي رسنیو عمده هدف د مادي ګټو تامین او موندل وي. ډیر کله له ځینو خلکو سره په ذهن کې دا پوښتنه زیږي چې رسنۍ دا دومره بیدریغه مصارف د څه لپاره کوي؟ هره یوه یی په میاشت کې زرګونه ډالره مصرفوي، لسګونه او ان سلګونه کارکونکي لري، خو د عاید درک یی نه لګي؟ خو که لږ ژور فکر وکړو نو څرګندیږي چې همدې راډیو او ټلویزون زموږ د کور ټول ماهیت وربدل او د فامیل د هر فرد فکر یی تسخیر کړی دی، له ناستې ولاړې...

پر ماشومانو د تلویزیون اغیزې

ترتیب او راټولوونکې: ګلالۍ نیازۍ د ژورنالیزم پوهنځي د (۷) بیچ محصله مطبوعات نن سبا د دولتونو څلورمه قوه ګڼل کېږي او نړۍ ته يې د يو کلي شکل ورکړى چې له هغې نه يو يې هم تصوير او انځوريزه رسنۍ (تلويزيون) دى. تلويزيون د ماشوم پر ادراکي قوه او ټولنيزو سلوکو باندې تر هر څه ډېرې اغېزې لري. دغه رسنۍ چې نن ورځ په نړۍ کې ډېر رواج دي او د نړۍ د پرمختګ لپاره يوه مهمه وسيله ګڼل کېږي، اکثره خلک د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره له همدغه وسيلې څخه استفاده کوي او د نړۍ د حالاتو څخه ځان خبروي، البته بايد متوجه واوسېږو چې دغه وسيله همېشه منفي اغېزې نه لري، بلکې مثبتې اغېزې يې هم شته دى. دا چې دغه وسيله پر ماشومانو څه اغېزې پرېباسي په دوه بېلابېلو عنوانونو کې به يې په لاندې توګه شرح کړو. لومړی: مثبتې اغېزې ( Positives effects ) ١ : تلويزيون د عمر مطابق د مختلفو اموزشي پروګرامونو په لرلو سره يوه ښه اموزشي وسيله ده. ٢ : د تلويزونونو مختلفې اموزشي برنامې ماشومان تشويقوي تر څو په کتابتونونو، کتاب پلورنځيو، موزيمونو، ژوبڼونو او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي. ٣ : د ډېرو ښو اجتماعي خواصو زد...

د هیواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان مزار

انځور اخیستونکی: د ژورنالیزم د پنځمې دورې محصل: متین احمدزی