Skip to main content

څنګه درس یاد کړو؟



  لیکنه : نویدالله (الکوزی) د بشري علومو پوهنځي رئیس
 د درس زده کول او د درس ویل هغه څه دي، چې نن سبا ورسره هر ځوان مخ ده ،د درس د ویلو او بیا زده کولو لپاره د هر شخص ځان ته بیله طریقه او روش وي ، خو دا چې کومه طریقه سمه او کومه ناسمه ده موږ پرې دلته بحث کوو.
زموږ د زده کونکو د نورو ستونزو سره په خوا کی ، یوه ستره ستونزه همدا وي ، چې دوي که په ښوونځي کې وي او که په پوهنتون کې وي .
 هغه مهال چې مجبوره شي او سبا يي ازموینه وي ، نو بیا د شپي کتاب راو اخلی ، که چیرې په همدې شپه ‌ذهنآ اماده نه وي ، نو بیا خو د سبا ورځې ازمویني ته هیڅ هم نه لري ، دوهمه ستونزه د درس د نه یاودولو دا هم ده چې ډیری وخت زده کوونکي د نقل په طمعه وي ، درس ته يي قطعا زړه نه کیږي او د درس ویل ورته ډير سخت تمامیږي .
خیر په هر صورت ، راځم د ې ته چې په کومو طریقو کولای شو ښه درس یاد کړو ، تر څو په سبانۍ ازموینه کې او تر هغې وروسته هم له یادې شوي موضوع ګټه واخلو
  هر زده کونکی د درس ویلو خاصه طریقه لري ، د بیلګي په ډول ځینې کتاب له پیله شروع کوي هره موضوع په بشپړ ډول یادوي او بیا دوهمې موضوع ته ورځي ، ټول کتاب په دوه یا دري ورځو کې خلاصوي.
  ځینې بیا له میخانیک طریقي کار اخلي ، کوښښ کوي چې د ټول کتاب کاپي په ذهن کې ولري، هره موضوع په هماغه کټ مټ عباراتو یادوي چې میخانیک ورته ویلی شو.
دریمه ډله بیا کتاب اخلي ، څو ځله يي لولي مفهوم ترې اخلي ، هره موضوع له ځان سره په ذهن کې ساتي او په بار بار پر یوې موضوع راځې.
پورته هره یوه طریقه ځینې ، ښیګڼي او بدګڼې لري ، خو دا چې کومه طریقه ګټوره ده ترڅو موږ ترې استفاده وکړو کولای شئ خپله هم یوه تجربه وکړئ.
  د دې لپاره چې موږ په اسانه توګه درسونه داسې یاد کړو چې د تل لپاره مو په ذهن کې پاتي شي باید لاندې کړني د درس ویلو پر مهال پر ځان عملي کړو .
۱په موضوع ذهنې تمرکز : هر وخت چې موږ یو څه لولو او یادوو يې، که چیري په هماغه موضوع تمرکز ونلرو ، د خپلو ټولو فکرونو او خیالاتو دروازي ونه تړو نه شو کولای درس په سم ډول یاد کړو.
 ۲انسان په یو وخت کې یو فعالیت ترسره کولای شي . که چیري د درس ویلو پر مهال کوم بل فعالیت هم تر سره کوو ، نو دواړه کارونه راڅخه ګډوډیږي او نه شو کولای په درست ډول درس یاد کړو .
 ۳حالات : ځینې مهال یو شخص ذهنآ او جسمآ د درس ویلو لپاره اماده نه وي ، په دا سې وخت کې هم نه ده په کار چې په درس ویلو باندې خپل ځان ته تکلیف ورکړو . ۴د درس د ویلو ښه طریقه باید وکاروو ، د تجربو له مخې د درس ویلو ښه طریقه هغه ده چې ، موږ یوه موضوع د هغه د مفهوم له مخې ذهن ته وسپارو نه په میخانیک ډول ، که چیرې موږ د یوې موضوع مفهوم ذهن ته وسپارو، که د هماغې موضوع سره کله مخ کیږو کولای شو مفهوم يي په خپل عباراتو ولیکو ، چې دا د درس یادلو له کامیابو طریقو څخه شمیرلای شو .
۵- کله چې د ډیر درس ویلو له امله ستړي کیږو نو ارام او تفریح ته ضرورت لرو ، دا به غوره وي چې تر لنډي تفریح وروسته بیرته درس ته راشو . له دې سره سره د خپل درس ویلو وخت باید په خپله ځان ته وټاکو، خو د درس یادولو ښه وخت د سهار له لمانځه وروسته وخت دی ، ځکه په دې وخت کې ذهن په بشپړ ډول اماده وي.
په ټوله کې ویلای شو چې ، د درس د یادلو لپاره پر موضوع ذهني تمرکز ، په مفهوم ځان پوه کول ، د حالاتو او وخت پیژندل ، د ستړیا په صورت کې تفریح کول او ځینې نوري برخي عملی کړو نو په ډيرې اسانۍ سره کولای شو یوه موضوع د تل لپاره ذهن ته وسپارو .

Comments

Post a Comment

Popular posts from this blog

د رسنیو په اړه زموږ عامه ذهنیت

 لیکوال:پوهنیار یحیی یعقوبي د خراسان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد په هره ټولنه کې رسنیز فعالیتونه د یو لړ ځانګړو اهدافو لپاره ترسره کیږي، خو دا اهداف له لویه سره په څلورو کتګوریو کې راټولولای شو:    اول- اطلاع ورکول    دویم- تعلیم ورکول    دریم- د افکارو رهبري    څلورم- بوختیا او تفریح برابرول دا چې کومه رسنۍ کوم هدف یا اهداف تعقیبوي، د هغې څرنګوالي او تمویلونکې سرچینې پورې اړه لري. د بیلګې په توګه دولتي رسنۍ تر ډیره د دولت پالیسۍ ته په پام خپرونې برابروي، حزبي رسنۍ بیا د اړوند حزب فعالیتونه ځلوي او د ملاتړو د زیاتولو برنامې لري، د تجارتي رسنیو عمده هدف د مادي ګټو تامین او موندل وي. ډیر کله له ځینو خلکو سره په ذهن کې دا پوښتنه زیږي چې رسنۍ دا دومره بیدریغه مصارف د څه لپاره کوي؟ هره یوه یی په میاشت کې زرګونه ډالره مصرفوي، لسګونه او ان سلګونه کارکونکي لري، خو د عاید درک یی نه لګي؟ خو که لږ ژور فکر وکړو نو څرګندیږي چې همدې راډیو او ټلویزون زموږ د کور ټول ماهیت وربدل او د فامیل د هر فرد فکر یی تسخیر کړی دی، له ناستې ولاړې...

پر ماشومانو د تلویزیون اغیزې

ترتیب او راټولوونکې: ګلالۍ نیازۍ د ژورنالیزم پوهنځي د (۷) بیچ محصله مطبوعات نن سبا د دولتونو څلورمه قوه ګڼل کېږي او نړۍ ته يې د يو کلي شکل ورکړى چې له هغې نه يو يې هم تصوير او انځوريزه رسنۍ (تلويزيون) دى. تلويزيون د ماشوم پر ادراکي قوه او ټولنيزو سلوکو باندې تر هر څه ډېرې اغېزې لري. دغه رسنۍ چې نن ورځ په نړۍ کې ډېر رواج دي او د نړۍ د پرمختګ لپاره يوه مهمه وسيله ګڼل کېږي، اکثره خلک د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره له همدغه وسيلې څخه استفاده کوي او د نړۍ د حالاتو څخه ځان خبروي، البته بايد متوجه واوسېږو چې دغه وسيله همېشه منفي اغېزې نه لري، بلکې مثبتې اغېزې يې هم شته دى. دا چې دغه وسيله پر ماشومانو څه اغېزې پرېباسي په دوه بېلابېلو عنوانونو کې به يې په لاندې توګه شرح کړو. لومړی: مثبتې اغېزې ( Positives effects ) ١ : تلويزيون د عمر مطابق د مختلفو اموزشي پروګرامونو په لرلو سره يوه ښه اموزشي وسيله ده. ٢ : د تلويزونونو مختلفې اموزشي برنامې ماشومان تشويقوي تر څو په کتابتونونو، کتاب پلورنځيو، موزيمونو، ژوبڼونو او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي. ٣ : د ډېرو ښو اجتماعي خواصو زد...

د هیواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان مزار

انځور اخیستونکی: د ژورنالیزم د پنځمې دورې محصل: متین احمدزی