Skip to main content

د حامد کرزي د واکمنۍ د پيل نه ترمنځمهالې دورې پورې د رسنيو پرمختک او د رامنځته کېدو عوامل


ترتیب او راټولونه: ریاض احمد خلیل د بیچ ۷ محصل
هغه مهال چې د طالبانو نظام ړنګ او امريکايي ځواکونه د هېواد په خاوره واکمن او نادر شول، ورسره څنګ کې د سياست، اقتصاد او رسنيو د غوړېدو لمن هم پراخه شوه. د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال رسنۍ داسې راوټوکېدلې لکه په کرونده کې چې يو بوزغلی را وټوکېږي.د دې اصلي لاملونه د امريکا متحده ايالتونو د نړيوالې پرمختيايي ادارې(USAID) سربېره د نورو بهرنيو هېوادونو، بهرنيو انجوګانو مستقيمې او غير مستقيمې مرستې او ترڅنګ يې د رسنيو قانون رامنځته کېدل، د بيان ازادي او ځينې نور لاملونه وو چې رسنيو دومره چټکه وده وکړه چې هيڅ فکر يې نه کېده.
څه وخت چې د افغانستان قلمرو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې و په افغانستان کې فکري سانسور او نور ډول ډول بنديزونه  تر دې حده پورې وو چې چاته پکې د ازاد تنفس مجال نه و، په همدې اساس خلکو تر ډېره فکري ستړيا محسوسوله. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ګوتو په شمېر څو غږيزې او چاپي رسنۍ د مرکز کابل په شمول په ځينو نورو ولايتونو کې هم نشرات کول.
خو د حامد کرزي د واکمنۍ د پيل نه ترمنځمهالې دورې پورې افغاني رسنيو دومره توند پرمختګ وکړ چې نه د افغانستان په تېر تاريخ کې او نه به د نړۍ په کوم بل هېواد کې رسنيو دومره وده وليدل شي.
دغه پرمختک د رسنيو مالي امکانات، په ورکشاپونو کې په نظري او عملي توګه د ژورناليستانو روزل او نور لاملونه وو چې د افغانستان رسنيو ډېره فاصله په کم وخت کې طی کړه او پدې توګه رسنۍ د ټولو ډولونو له مخې يې شمېر سلګونو ته ورسېده چې زيات شمېر يې غږيزې او چاپي وې.
د حامد کرزي د واکمنۍ د پيل نه ترمنځمهالې دورې پورې د رامنځته شوو رسنيو ډولونه
لومړی: چاپي رسنۍ
د طالبانو نظام تر ړنګېدو او نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې چاپي رسنيو دومره وده وکړه چې نه يې تېر تاريخ مثال لري او نه هم تر بحرانه وروسته د نړۍ په نورو ټولنو او هېوادونو کې د رسنيو دا ډول چټکه وده ليدل شوېده.د چاپي رسنيو د ودې او ټوکېدو عواملو ته مو د مخه اشاره وکړه خو اوس دلته د کميت له پلو د چاپي رسنيو يادونه کوو.
د چاپي رسنيو ډېره درنه برخه په کابل کې خپرېده، د دې کار يو لامل دا و چې کابل کې د چاپ او خپراوي امکانات زيات وو او هم د لوستو خلکو شمېر لوړ وو. طبعي خبره ده چې د چاپي رسنيو وده د لوستو خلکو له شمېر او د هغوی له اقتصادي حالت سره مستقيمه اړيکه لري، نو ځکه په کابل کې د رسنيو کميت ډېر زيات و، له بل پلوه د بهرنيو ځواکونو بېلابېلو انجوګانو او نړيوالو سازمانونو شتوالي هم د چاپي رسنيو اړتيا زياته کړې وه. نو اوس دلته د هغه وخت سره د دولتي او چاپي رسنيو شمېر په ګوته کوو:
په پلازمېنه کابل کې د دولتي چاپي رسنيو شمېر ۹۳ ته رسېده.
په پلازمېنه کابل کې د خپلواکو چاپي رسنيو شمېر ۳۱۰ ته رسېده.
په ولايتونو کې د دولتي چاپي رسنيو شمېر ۲۷ ته رسېده.
په ولايتونو کې د نادولتي چاپي رسنيو شمېر ۲۲۲ ته رسېده.

دوېم: غږيزې رسنۍ
د افغانستان د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په افغانستان کې ګڼ شمېر راډيوګانې نوې جوړې شوې. هم د دولتي راډيو ګانو شمېر زيات او هم د ازادو راډيو ګانو. ګڼ شمېر ولايتي راډيوګانې رامنځته او هم د ازادو راډيوکانو ګڼ شمېر سټېشنونه فعال شول. د دې ترڅنګ يو شمېر بهرنيو راډيوګانو هم په پښتو او هم په دري ژبو د افغانستان لپاره خپلې نوې خپرونې پيل کړې او يا هم پخوانۍ هغه زياتې کړې. د چاپي او تلوېزوني خپرونو په پرتله د راډيويي خپرونو د پوښښ ساحه او د ګټه اخيستونکو شمېر يې ځکه زيات وو چې راډيو هر ځای په کيو، غرو رغو او ښارونو کې هر چا زوړ او ځوان، لوستي او نالوستي ترې ګټه پورته کولای شوه. هغه وخت په افغانستان کې د دولتي او نا دولتي راډيو ګانو شمېر په لاندې ډول دی:
اول ــ دولتي راډيو ګانې په پلازمېنې کابل کې
په کابل کې د دولتي راډيو ګانو شمېر ډېر زيات نه و، د دې يولامل شايد دا وي چې راډيو افغانستان د خپل فعاليت ډېره اوږده سابقه لري.
الف: راډيو افغانستان د هېواد په داخل او د هېواد نه بهر په زياتو ساحو کې اورېدل کېږي.
ب: راډيو کابل: دا راډيو هم په ټول هېواد کې اورېدل کېږي.
دوېم ــ په ولايتونو کې دولتي راډيو ګانې
په زياتره ولايتونو کې لږ ترلږه يوه راډيو وه، اکثره دا راډيوګانې د همغو ولايتونو په نومونو نومول شويدي، خو ځينې ولايتونه وو چې له يوې زياتې راډيوکانې يې لرلې، په ټوله کې په ټولو ولايتونو کې اتلس راډيويي سټېشنونه فعال وو.
د دولتي راډيو سټېشنونو ترڅنګ نادولتي راډېوګانې هم رامنځته شوې وې. په پلازمېنې کابل کې د خپلواکو راډيو ګانو شمېر شلو ته رسېده او په ولايتونو کې د خپلواکو راډيو ګانو شمېر ۵۲ ته رسېده او شايد لدې هم زيات و.
درېم: ليدنۍ رسنۍ
هغه رسنۍ چې ليدل کېږي، ليدنۍ رسنۍ ورته وېل کېږي لکه تلوېزون او ځينې نورې. ليدنۍ يا تصويري رسنۍ د اغېز له مخې په چاپي او غږيزو دواړو رسنيو غښتلي دي او مؤثريت يې زيات دی، ځکه هم ليدل کېږي او هم اورېدل کيږي. تلوېزوني رسنۍ د راډيويي خپرونو په څېر  يوه بې فشاره مطلعه ده نو ځکه اغېز يې تر نورو رسنيو زيات دی. خو دا چې په افغانستان کې دا شبکې د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې پراخه شوې نه نوې او د برېښنا د نشتوالي له امله ټولو افغانانو تلوېزوني رسنيو ته لاسرسی نه درلود او تلوېزون د راډې په شان د انتقال اسانه وسيله نه وه نو ځکه د پوښښ ساخه يې ډېره پراخه نه وه، خو په هغو ساحو کې چې برېښنايي امکانات وو تلوېزوني خپرونې ورته رسېدلې. دلته به د افغانستان ليدنۍ رسنۍ در معرفي کړو:
۱ــ دولتي تلوېزونونه
دولتي تلوېزونونه په مرکز کابل او ولايتونو کې په فعاليت بوخت وو، ولايتي تلوېزونونو به د مرکز کابل نشرات هم خپرول او هم به يې خپلې خپرونې چلولې.
په کابل کې دولتي تلوېزونونه:
 الف ــ ملي راډيو تلويزون 
ب ــ ښوونيز او روزنيز راډيو تلوېزون: دا هم  دولتي تلوېزون دی چې په کابل کې د پ،هنې وزارت له لوري خپرونې کوي . خپرونې اکثره د زده کوونکو د روزنې او ښوونکو د تجربو د زياتولو او د ښوونې په بېلابېلو برخو راڅرخېدلې.
 په ولايتونو کې :
په يو شمېر ولايتونو کې دولتي تلوېزونونه چې د مرکزي تلوېزون تر چتر لاندې يې خپرونې کولې د حامد کرزي د منځمهالې واکمنۍ پورې د دغو تلوېزونونو شمېر ۱۷ ته رسېده، يعنې په ولايتونو کې خپرونې کولې.
۲ــ خپلواک تلوېزونونه
په مرکز کابل کې د خپلواکو تلوېزونونو شمېر يوولسو ته رسېده چې لا يې هم شمېر مخ په زياتېدو و

د حامد کرزي د منځمهالې دورې پورې په افغاني ټولنه د رسنيو اغېز
کله چې د طالبانو واکمني له منځه ولاړه او نوی حکومت رامنځته شو نو افغاني ټولنه په سياسي، اقتصادي، ذهني فکري او کلتوري لحاظ له يو حالت نه بل حالت ته لاړه، يعنې په افغانستان کې د خلکو فکرونه، اندونه اقتصادي او سياسي حالات د تغير په حال کې شو. د دې اصلي لامل د رسنيو زياتوال او د رسنيو له لارې په بېلابېلو برخو کې بېلابېلې خپرونې وې چې په افغاني ټولنه کې يې هم د خپرونو رنګ له دغه رنګه نور هم رنګه شوه.
دغه رنګ اصل کې د رسنيو تاثير او اغېز و چې ماشومانو، لويانو، لوستو او نالوستو دولتي چارواکو او نورو قشرونو باندې يې اغېز ښندلی و.
دغه رسنۍ لکه په نورو ټولنو کې د ذهني ودې سبب وګرځېدې نو زمونږ په ټولنه کې يې هم دغه حالت پيداکړ (خو په ټوله کې نه شو وېلای چې دغه تاثير دې مثبت وي). ځينې رسنۍ چې له بهرنيو سرچينو خړوبېدلې د افغاني ټولنې تعاملاتو ته يې ډې پام و نه کړ او خپل اهداف يې لاسته راوړل. ځينې رسنۍ د سياسي ګوندونو له لوري رامنځته شوې چې هغوی هم په ټولنه کې ښه تصوير نه درلوده.
خو خپلواکو رسنيو دا کوښښ کولو چې ټولنې ته يو ښه فکر ورکړي او په دولت کې د دولتي چارواکو د اداري فساد مخه ونيسي.

ماخذونه
۱ــ نایب، محمد عبدالهادي.حامد کرزی او رسنۍ. سرور خپرندويه ټولنه. کال: ۱۳۸۸ل
۲ــ یون، محمد اسماعیل.افغاني اوسنۍ رسنۍ.يون خپرندويه ټولنه. کال: ۱۳۸۷ل
۳ــ تنها، جاوید.د حامد کرزي نوی واک. سرور خپرندويه ټولنه. کال: ۱۳۸۹ل

Comments

Popular posts from this blog

د رسنیو په اړه زموږ عامه ذهنیت

 لیکوال:پوهنیار یحیی یعقوبي د خراسان پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد په هره ټولنه کې رسنیز فعالیتونه د یو لړ ځانګړو اهدافو لپاره ترسره کیږي، خو دا اهداف له لویه سره په څلورو کتګوریو کې راټولولای شو:    اول- اطلاع ورکول    دویم- تعلیم ورکول    دریم- د افکارو رهبري    څلورم- بوختیا او تفریح برابرول دا چې کومه رسنۍ کوم هدف یا اهداف تعقیبوي، د هغې څرنګوالي او تمویلونکې سرچینې پورې اړه لري. د بیلګې په توګه دولتي رسنۍ تر ډیره د دولت پالیسۍ ته په پام خپرونې برابروي، حزبي رسنۍ بیا د اړوند حزب فعالیتونه ځلوي او د ملاتړو د زیاتولو برنامې لري، د تجارتي رسنیو عمده هدف د مادي ګټو تامین او موندل وي. ډیر کله له ځینو خلکو سره په ذهن کې دا پوښتنه زیږي چې رسنۍ دا دومره بیدریغه مصارف د څه لپاره کوي؟ هره یوه یی په میاشت کې زرګونه ډالره مصرفوي، لسګونه او ان سلګونه کارکونکي لري، خو د عاید درک یی نه لګي؟ خو که لږ ژور فکر وکړو نو څرګندیږي چې همدې راډیو او ټلویزون زموږ د کور ټول ماهیت وربدل او د فامیل د هر فرد فکر یی تسخیر کړی دی، له ناستې ولاړې...

پر ماشومانو د تلویزیون اغیزې

ترتیب او راټولوونکې: ګلالۍ نیازۍ د ژورنالیزم پوهنځي د (۷) بیچ محصله مطبوعات نن سبا د دولتونو څلورمه قوه ګڼل کېږي او نړۍ ته يې د يو کلي شکل ورکړى چې له هغې نه يو يې هم تصوير او انځوريزه رسنۍ (تلويزيون) دى. تلويزيون د ماشوم پر ادراکي قوه او ټولنيزو سلوکو باندې تر هر څه ډېرې اغېزې لري. دغه رسنۍ چې نن ورځ په نړۍ کې ډېر رواج دي او د نړۍ د پرمختګ لپاره يوه مهمه وسيله ګڼل کېږي، اکثره خلک د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره له همدغه وسيلې څخه استفاده کوي او د نړۍ د حالاتو څخه ځان خبروي، البته بايد متوجه واوسېږو چې دغه وسيله همېشه منفي اغېزې نه لري، بلکې مثبتې اغېزې يې هم شته دى. دا چې دغه وسيله پر ماشومانو څه اغېزې پرېباسي په دوه بېلابېلو عنوانونو کې به يې په لاندې توګه شرح کړو. لومړی: مثبتې اغېزې ( Positives effects ) ١ : تلويزيون د عمر مطابق د مختلفو اموزشي پروګرامونو په لرلو سره يوه ښه اموزشي وسيله ده. ٢ : د تلويزونونو مختلفې اموزشي برنامې ماشومان تشويقوي تر څو په کتابتونونو، کتاب پلورنځيو، موزيمونو، ژوبڼونو او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي. ٣ : د ډېرو ښو اجتماعي خواصو زد...

د هیواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان مزار

انځور اخیستونکی: د ژورنالیزم د پنځمې دورې محصل: متین احمدزی